• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د هیواد دولایتونو د مستوفیتونو له مسؤلینو سره د انسجام انلاین ناسته وکړه!

    WWWW111.jpg

    28 سنبله 1403

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د هیواد د ولایتونو د مستوفیتونو له مسؤلینو سره د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي انلاین ناسته وسوه.
    په دغه ناسته کي د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر، د عوایدو لوی ریاست یو شمېر آمرینو او د هیواد د ولایتونو د مستوفیتونو مستوفي صاحبانو ګډون درلود.
    د ناستي په پیل کي د عوایدو لوی رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني وینا وکړه او په خپلو خبرو کي ئې د مستوفیتونو او عوایدو لوی ریاست ترمنځ پر لا ښې همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته ئې کړه، چي خپلو مسؤلیتونو ته لاښه متوجه سئ او په مستوفیتونو کي د خپلو مراجعینو سره نیک چلند وکړئ او د دوی مشکلات واورئ او د حل په موخه څونه چي ښه او ژر کېلای سي اجراآت ترسره کړئ؛ ځکه چي زموږ هدف د ولس خدمت دئ هغه باید تر لاسه کړو .
    او په ورته وخت کي د عوایدو لوی رئیس د ټولو مستوفیتونو مشکلات واوریدل او د هغه د حل په موخه ډاډ ورکول سو.
    په پای کي غونډه د مستوفیتونو د مسؤلینو د نظرونو په وړاندي کولو او اختتامیې دوعا په کولو سره پای ته ورسېده.