دا ناسته چي د عوایدو لوی ریاست کفیل او د همدې ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصور الحق ذاکر په مشرۍ ترسره سوه. پکښي د هغو وزارتونو او امارتي ادارو سره بحثونه او د نظر تبادله شریکه سوه، چي د عایداتي پروژو د تطبیق لپاره لازمه بودیجه لري، ترڅو د یادو پروژو په تطبیق سره د یادو وزارتونو او امارتي ادارو په عوایدو کي مثبت بدلون راسي، یادو وزارتونو او امارتي ادارو د خپلو پروژو په هلکه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
همدا راز په دې ناسته کي هغه وزارتونه او امارتي ادارې، چي عوایدي کسر لري، د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ لخوا ورته لازمي سپارښتني وسوې او عوایدي فرصتونه ورته په نښه سول. ترڅو یاد وزارتونه او امارتي ادارې له دغو ټولو لازمو فرصتونو ګټه پورته کړي او خپل عوایدي هدف ترلاسه کړي.
دا غونډه د نظام د لا استحکام او افغانانو ته د خیر او ښیرازۍ په دعا پای ته ورسېده.