د ګمرکونو او عوایدو معینیت معین ښاغلي ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس ) نورستان ولایت ته په خپل رسمي سفر کي د دې ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه .
په دې لیدنه کي چي د یاد ولایت د مستوفیت مستوفي او ټولو کارکوونکو شتون درلود ښاغلي ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس) په تیر کال کي د دې مستوفیت کارونو او د مراجعینو سره د ښه چار چلند ستاینه او قدرداني وکړه او ددې تر څنګ ئې د دوی د چارو د لا ښه والي په موخه دوی ته یو لړ لازمي سپارښتني وکړې.
د یادوني وړ ده، چي له دې وړاندي هم ښاغلي ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس) د یو شمېر ولایتونو مستوفیتونه له نږدې لیدلي او د چارو ارزونه ئې کړې وه.