۶ صفر المظفر ۱۴۴۶
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د هیواد د (۵) زونونو د مستوفیتونو له مسؤلینو سره د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي انلاین ناسته وسوه.
په دغه ناسته کي د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر، د ولایتي عوایدو د همغږۍ او پراختیا رئیس مولوي عبدالمجید نجیب الله، د عوایدو لوی ریاست یو شمېر رئیسانو او د هیواد د (۵) زونونو د مستوفیتونو مستوفي صاحبانو ګډون درلود.
د ناستي په پیل کي د عوایدو لوی رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني وینا وکړه او په خپلو خبرو کي ئې د مستوفیتونو او عوایدو لوی ریاست ترمنځ پر لا ښې همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته ئې کړه، چي خپلو مسؤلیتونو ته لاښه متوجه سو او راسپارل سوي مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړو؛ ترڅو ملي بودیجه لا غښتلې سي او خپل مقصوده هدف، چي د ولس خدمت دئ تر لاسه کړو .
د غونډي په جریان کي د اولي ربعي د عوایدو د مقایسوي تحلیل په اړه هم بحث وسو او په اړه ئې لازمي سپارښتني وسوې
په پای کي غونډه د مستوفیتونو د مسؤلینو د نظرونو په وړاندي کولو او اختتامیې دعا په کولو سره پای ته ورسېده