په دې ناسته کي د هغو وزارتونو او امارتي ادارو سره بحثونه او د نظر تبادله شریکه سوه، چي عواید ئې د هدف په نسبت کسر درلود او هغه وزارتونه او امارتي ادارې چي د هدف په نسبت ئې ډیر عواید ترلاسه کړي وه قدرداني ئې وسوه
په دې ناسته کي هغه وزارتونه او امارتي ادارې، چي عوایدي کسر ئې درلود، د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ لخوا ورته لازمي سپارښتني وسوې او عوایدي فرصتونه ورته په نښه سول، ترڅو یاد وزارتونه او امارتي ادارې له دغو ټولو لازمو فرصتونو ګټه پورته کړي او خپل عوایدي هدف ترلاسه کړي.
دا غونډه د نظام د لا استحکام او افغانانو ته د خیر او ښېرازۍ په دعا پای ته ورسېده