د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري، د ګمرکونو او عوایدو ملی اکاډمۍ د (۱۴۰۳هـ.ل) کال له تدریسي پلان سره سم د ولایتي مستوفیتونو د بررسۍ (۳۳) تنو کارکوونکو له پاره جوړ سوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
د یاد پروګرام په اختتامیه غونډه کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر، د ولایتونو د انسجام رئیس مولوي نجیب الله او د ولایتي مستوفیتونو د بررسۍ کارکوونکو ګډون کړی وو.
د بشري سرچینو رئیس د یاد پروګرام له ګډونوالو څخه وغوښتل، چي د ترلاسه سوي پوهي په مټ د بررسۍ اړوند چاري په پوره دقت او مسلکي ډول پر مخ یوسي او په خپل منځ کي د پوره همکارۍ او همغږۍ فضا رامنځته کولو سربېره، ترلاسه سوي زده کړي له خپلو همکارانو سره هم شریکي کړي.
همداراز د عوایدو لوی رئیس وویل، چي د بررسۍ مسئولین باید د اړوندو چارو پر مهال د هر ډول بې عدالتۍ څخه په کلکه مخنیوی وکړي او مسئولیتونه په بشپړه رښتینولۍ سره پر مخ یوسي.
عصمت الله خادم د ولایتی مستوفیتونو په استازولۍ د دې روزنیز پروګرام د جوړولو له امله مننه وکړه او په راتلونکي کي هم د ورته ګټورو پروګرامونو د جوړولو غوښتونکی سو.
په پاې کي له دغه روزنیز پروګرام څخه فارغ سویو ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ووېشل سوې.
د یادوني وړ ده، چي په دغه (۱۵) ورځني پروګرام کي ګډونوالو ته د مالیاتي قوانینو، د بررسۍ طرزالعملونو، د محاسباتو او مالیاتي سیسټمونو په برخو کي د مجربو ټرینرانو له لوري روزنه ورکړل سوه.