• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ځمکني ټرانسپورټ د اتحادیې استازو له پاره د مالیاتي پروسې په تړاو د عامه پوهاوي سمینار جوړ سو!

    25 سرطان 1403
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د یوې ناستي په ترڅ کي د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي د ځمکني ټرانسپورټ د اتحادیې استازو ته د مالیاتي پروسې په تړاو د عامه پوهاوي یو ورځنی سمینار جوړ کړ.
    په دې ناسته کي د عوایدو د لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي ندا محمد صدیقي، د ګمرکونو او عوایدو د ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او د ځمکني ټرانسپورټ د اتحادیې استازو ګډون کړی وو.
    مولوي ندا محمد صدیقي د دغه سمینار په پرانیستې وینا کي وویل، چي د دې اتحادیې له مسؤلینو سره د پرله پسې ناستو له امله دې پایلي ته ورسېدو، چي د دوی ستونزه له مالیاتي اصولو او مقرراتو څخه په ناخبره پاتي کېدلو کي ده، د نن ورځي سيمینار ستاسي د ستونزو د حل له پاره یو بنسټیز ګام او د مالیاتي ادارو او مالیه ورکوونکو ترمنځ د افهام او تفهیم غوره وسیله ده، چي د ادارو او مالیه ورکوونکو مکلفیتونه روښانه او واضح کوي، چي له دې سره به د شاوخوا (۸۰) سلنه مالیه ورکوونکو ستونزي هواري سي.
    نوموړي د ځمکني ټرانسپورټ د اتحادیې له استازو څخه وغوښتل، چي له دې سيمینار څخه په ګټه اخیستني په ټولو مالیاتي مواردو ځان پوه کړي او د شفافیت د رامنځته کولو او له عوایدي تېښتې څخه د مخنیوي په موخه دي په اظهارنامو کي د خپلو حقیقي لګښتونو او عوایدو په درج کولو سره له مالیاتي ادارو سره همکاره وکړي.
    ورپسې د عوایدو لوی ریاست مسؤلینو د یوه پرزينټېشن په ترڅ کي د ځمکني ټرانسپورټ د اتحادیې استازو ته د مالیاتو، د مالیاتو د ډولونو، د مالیاتي پروسې، طرزالعملونو، مالیاتي نورمونو، لوایحو، اظهارنامو او د یاد ریاست د موخو په اړه معلومات وړاندي کړل او د ګډونوالو پوښتني ئې هم ځواب کړې.