• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسؤلینو سره پر مالي او عایداتي مسایلو خبري وسوې!

    10 سرطان 1403
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر او د غیرمالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو لوی رئیس محمد هاشم عمري او د دغه وزارت له یو شمېر مسؤلینو سره په کتنه کي، په اړوندو مالي او عایداتي موضوعاتو خبري وکړې.
    په دغه ناسته کي دواړو لوریو، د (سرټیفیکېټ آف اوريجن) او انوایس عایداتي سرچینو د انتقال په هکله د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم د تطبیق په اړه مفصل بحثونه وکړل او په دې برخه کي ئې د ښو اجراآتو لاري چاري رابرسیره کړې.
    همدا راز، د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کي د واحد چتر ریاست له پاره د یوه ټولیز پروپوزل پر جوړولو هوکړه وسوه، چي خپلي تجهیزاتي اړتیاوي به په منظم ډول تثبیتوي او د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له تخنیکي ټیم سره به ئې شریکوي.
    په دغه غونډه کي د اړوندو چارو د لا ښه پرمختګ په موخه د دواړو وزارتونو ترمنځ پر لا ښې همغږۍ رامنځته کولو هم ټینګار وسو.