• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست او کورنیو چارو وزارت مسئولینو په یو لړ مسایلو بحث وکړ!

    26 جوزا 1403

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصور الحق ذاکر او د عوایدو لوی ریاست د غیر مالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین د کورنیو چارو وزارت له تامیناتي معین مولوي عبدالله مختار، د پاسپورټ ریاست لوی ئیس عبدالکریم حسیب، د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو عمومي رئیس شریف الله الهام او د اقتصادي جرایمو معاون مولوي سعد الله سره په یولړ مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
    په دغه ناسته کي دواړو لوریو د کورنیو چارو وزارت د عوایدي ریاستونو( پاسپورټ، ټرافیکو، ډایاک او نورو) د څارني د بهیر په تړاو بحث او خبري وکړې او پرېکړه ئې وکړه، چي دواړه وزارتونه به په رسمي ډول خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کوي، ترڅو د کورنیو چارو وزارت د عوایدي برخو څارنه وکړي.
    دوی زیاته کړه، چي یاد ټیمونه به خپل هر اړخیز راپور په کتبي ډول د دواړو وزارتونو له رهبرۍ سره شریکوي، ترڅو د عوایدو په برخو کي ستونزي تشخیص او د غوره مدیریت او شفافیت رامنځته کولو لپاره اړین اقدامات ترسره سي. د پاسپورټ او ډایاګ ریاستونه دي د یوه ټولیز پروپوزل جوړولو په موخه خپلي تجهیزاتي اړتیاوي تثبیت او د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د غیرمالیاتي عوایدو له ریاست سره د پروپوزل په شکل شریکي کړي.
    د یادوني وړه ده، چي د غونډي په ورستیو کي د دواړو وزارتونو په لاښه همږغۍ هم ټینګار وسو .