• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست مسؤلینو د ټولګټو وزارت له تخنیکي مرستیال سره وکتل

    24 جوزا 1403

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست مسئولینو د ټولګټو وزارت له تخنیکي مرستیال، مولوي عبدالکریم فاتح سره وکتل او د ټولګټو وزارت د غیر مالیاتي عوایدو پر بهیر او نورو برخو د ښې څارني پر موضوعاتو ئې خبري وکړې.
    په دغه کتنه کي د ټولګټو وزارت د عوایدي ریاستونو د ( ترازوګانو او ټول پلازا یا حق العبور) د چارو پر ښه څارنه او همدارنګه د دواړو وزارتونو ترمنځ د لا ښې همږغۍ په رامنځته کولو ټینګار وسو او پرېکړه وسوه، چي د دواړو وزارتونو ګډ تخنیکي ټیمونه به، له دې وروسته د ټولګټو وزارت د عوایدي برخو(ترازوګانو او ټول پلازا یا حق العبور) له چارو څخه د هر اړخیزي څارني چاري ترسره کوي.