• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د هوټلونو د اتحادیې استازو ته د مالیاتي قوانینو په تړاو روزنیز پروګرام جوړ سو!

    23 جوزا 1403
    د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت د سیسټم ریاست په همکارۍ د هوټلونو اتحادیې د استازو لپاره د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو، مالیاتي نورمونو، لایحو او اظهارنامې وړاندي کولو په موخه روزنیز پروګرام د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي جوړ کړ.
    په دې تړاو جوړه سوې ناسته کي د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداء محمد صدیقي او آمرینو ګډون کړی وو.
    په پیل کي مولوي منصورالحق ذاکر وویل، چي د افغانستان اسلامي امارت ولسونو ته په سیسټمونو او نورو برخو کي اسانتیاوي رامنځته کړي دي او دې لړۍ ته به نور هم دوام ورکړي.
    ورپسې مولوي نداء محمد صدیقي وویل، چي موږ تر هغه وخته یو مسؤلیت ښه مخته نه سو وړلای؛ تر څو پرې پوه نه سو؛ نو ځکه د عوایدو لوی ریاست دا ډول روزنیز پروګرامونه چمتو کوي.
    په پای کي د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي ډاډ ورکړ، چي په راتلونکی کي به هم د عوایدو لوی ریاست سره په همږغۍ دا ډول پروګرامونو ته د امکاناتو او اسانتیاوو په رامنځته کولو کي پوره همکاري کوو.