• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست اړوند د پراختیایي پروژو او مالي لګښتونو په تړاو ناسته وسوه

    17 جوزا 1403

    د ماليې وزارت د عوایدو لوی رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني په مشرۍ او د دغه ریاست د ټولو مسؤلینو په ګډون، په (۱۴۰۳) مالي کال کي د یاد ریاست د پراختیایي پروژو او مالي لګښتونو د کنټرول پر موضوعاتو خبري او بحثونه وسول.
    په دغه ناسته کي د پراختیایي پروژو د ښه تطبیق تر څنګ، په بودیجوي واحدونو کي د غیر مالیاتي عوایدو د څارني، په ولایتونو کي د کانونو د استخراج څخه د څارني له پاره د ګډ ټیم رامنځته کولو او په امارتي وزارتونو کي له (TAIS) مالیاتي سیسټم څخه د کار اخیستلو د ضرورت په اړه هم بحثونه وسول.
    د عوایدو لوی رئیس له لوري، د دغه ریاست اړتیاوو ته د رسېدني، د منظم مالي پلان پر جوړېدو او د مالي لګښتونو پر کنټرول باندي ټینګار وسو؛ تر څو له ملي بودیجې څخه د اضافي لګښتونو په کلکه مخنیوی وسي.