• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د غالۍ جوړولو اتحادیې ستونزي او نظریات واورېدل

    8 جوزا 1403
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني په خپل کاري دفتر کي د سوداګرۍ خوني لومړي مرستیال حاجي یونس مهمند په مشرۍ د غالۍ جوړولو اتحادیې له استازو سره د دوی د ستونزو او نظریاتو اړوند ناسته تر سره کړه.
    د سوداګرۍ خوني لومړي مرستیال حاجي یونس مهمند وویل: اوس الحمد لله ټول ادارات له فساده پاک سوي دي او تجاران ټول خوښ دي او هغه ستونزي، چي مخکي وې اوس نسته.
    د عوایدو لوی ریاست رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني د غالۍ جوړولو اتحادیې مسؤلینو ته وویل: د افغانستان اسلامي امارت ستاسو ټولو ستونزو ته متوجه دئ او کوښښ ئې دادی، لکه څنګه چي تاسو ته ئې مخکي سهولتونه رامنځته کړي دي، دغسي به تاسو ته نور هم سهولتونه رامنځته کړي .
    او د عوایدو لوی ریاست د ټولو اداراتو دروازې ستاسو پرمخ خلاصي دي او د دې ترڅنګ زموږ ارتباطي شمیرې هم هر وخت ستاسو په خدمت کښي دي او کولای سی، خپلي ستونزي او نظریات زموږ سره شریک کړئ.