د عوایدو او ګمرکونو معین ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس)، د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال او کفیل مولوي منصورالحق ذاکر، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د عوایدو د حقوقي خدمتنونو او پالیسۍ ریاست رئیس مولوي نداء محمد صدیقي، د امارتي املاکو لوی ریاست رئیس محمد هاشم هاشمي، د امر بالمعروف او النهی عن المنکر د شکایتونو اورېدو معین مولوي صدیق الله او ورسره مل پلاوي د سوداګرو د ستونزو اورېدو په موخه ګډه ناسته د ماليې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي تر سره کړه.
په پیل کي د امر بالمعروف او النهي عن المنکر د شکایتونو اورېدو معین مولوي صدیق الله وویل، چي په اسلام کي اقتصادي نظام سته او هر حکومت حق لري، چي د نظام د ټینګښت او ملت ته د ښه خدمت وړاندي کولو په موخه له دوی څخه مالیه راټوله کړي.
ورپسې د عوایدو او ګمرکونو معینیت معین وویل، چي د عوایدو او ګمرکونو معینیت دروازې تل ستاسو پرمخ خلاصي دي او هر کله کولای سئ، چي خپلي ستونزي له موږ سره شریکي کړئ. نوموړي زیاته کړه، چي د افغانستان اسلامي امارت تل هڅه کوي، چي سوداګرو ته وخت په وخت اسانتیاوي رامنځته کړي، چي په همدې موخه د امیر المؤمنین حفظه الله په هدایت د مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او صنعت او سواګرۍ خونو ترمنځ مشترکه کمېټه جوړه سوې ده.
نوموړي ډاډ ورکړ، چي له دوی څخه مالیه د مالیاتي قوانینو او نورمونو په رڼا کي اخیستل کېږي او دغه قوانین د عوایدو لوی ریاست د پالیسۍ په رڼا کي جوړ سوي دي.
په پای کي د هوټلونو او تېلو پمپونو اتحادیو د استازو ستونزي واورېدل سوې، چي د چارواکو له خوا ئې د حلولو ژمنه وسوه.