• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست (۵۰) تنو کارکوونکو ته د مدیریت په برخه کي روزنیز پروګرام پیل سو

    16 ثور 1403
    د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د عوایدو له لوی ریاست سره په همغږۍ د عوایدو لوی ریاست (۵۰) تنو کارکوونکو ته د مدیریت او رهبرۍ په برخه کي روزنیز پروګرام پیل کړ.
    دغه پروګرام، چي د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي پیل سو، د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد او د دغه ریاست یو شمېر کارکوونکو ګډون پکښي کړی وو.
    مولوي احمد شاه شاکر د پيل وینا وکړه او وئې وویل، چي دا برنامه، ستاسو له پاره نیول سوې ده، چي د ټولو ملکي کارکوونکو له پاره ضروري ده، که تاسو په مدیریت باندي پوه نه یاست؛ نو اداره پرمخ نه سئ وړلای.
    زموږ او ستاسو نظام د بېلا بېلو اداراتو څخه جوړ دئ، که یوه اداره خدای مه کړه خرابه سي، ټول نظام خرابېږي. بیا په دغو اداراتو کي ماليې وزارت د نظام د ملا د تیر حیثیت لري، چي باید تر ټولو زیاته پاملرنه ورته وسي .
    موږ او تاسو ته په کار ده، چي په ځان کي ژمنتیا راولو او هر کله، چي په موږ او تاسو کي ژمنتیا راغله؛ هم کار کولای سو او هم درسونه په ښه شکل زده کولای سو.
    د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي حافظ خلیل احمد پر دې ټینګار وکړ، چي دغه روزنیز پروګرام باید په ښه توګه تعقیب کړئ او خپل وخت ضایع نه کړئ؛ ترڅو ئې په ښه شکل زده او په خپلو ورځنیو در سپارل سوو کارونو کي ور څخه ښه کټه پورته کړئ .
    د یادوني وړ ده، چي یاد روزنیز پروګرام به د څلورو ورځو له پاره دوام وکړي .