• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د هیواد د ټولو مستوفیتونو کارکوونکو لپاره انلاین روزنیز پروګرام پیل سو

    10 ثور 1403
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د سیسټم ریاست له لوري د هیواد د ټولو مستوفیتونو کارکوونکو لپاره د سيګټاس په برخه کي روزنیز پروګرام پیل سو .
    د یاد روزنیز پروګرام په پیل کي د ولایتي عوایدو د پراختیا او همږغۍ رئیس مولوي عبدالمجید «نجیب الله» د سیسټم ریاست د سیسټمونو د تحلیل او تطبیق آمر احمدالله احمدي د ولایتي عوایدو د پراختیا او همغږغۍ ریاست د اول ګروپ آمر عصمت الله سرابي او تخنیکي همکارانو ګډون کړی وو .
    مولوي عبدالمجید «نجیب الله» په خپله پرانیستې وینا کي وویل، چي په دغه ډول روزنیزو پروګرامونو سره ستاسو وړتیا لوړېږي او کولای سئ در سپارل سوی مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړئ.
    د سیسټمونو د تحلیل او تطبیق آمر احمدالله احمدي په خپلو خبرو کي وویل، چي د عوایدو لوی ریاست اړوند د سیسټم ریاست د هیواد په ټولو ولایتونو کي (۹۰) سلنه حضوري روزنیز پروګرامونه مخته وړي دي .
    د یادوني وړ ده، چي یاد روزنیز پروګرام به د یوې اوونۍ لپاره دوام وکړي .