• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د ټولو ولایتونو له مستوفیانو سره انلاین ناسته وکړه

    5 ثور 1403
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر، د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد او د ولایتي عوایدو د پراختیا او همږغۍ ریاست رئیس مولوي عبدالمجید (نجیب الله)، د دغه ریاست د آمرینو په حضور کي د هیواد د (۳۴) ولایتونو له مستوفیانو سره انلاین ناسته او خبري وکړې .
    په دغه انلاین ناسته کي، چي د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه، د هیواد د مستوفیتونو د کیفیت په ښه کېدو، د رڼو ملي عوایدو پر راټولولو، د کارونو د توحید په موخه هره اوونۍ له ټولو اړوندو ادارو سره د همغږۍ ناستي په ترسره کولو، د چارو د لا ښه پرمختګ او د خنډ او ځنډ د له منځه وړلو په موخه د دفترونو په ښه سمبالولو او یو لړ نورو اړینو مسایلو باندي بحث او د نظرونو تبادله وسوه.
    د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ په دغه ناسته کي د زیارکښه او نظام ته د ژمنو کارکوونکو په تړاو وویل، چي هر هغه څوک، چي د نظام د پایښت لپاره په رښتینولۍ کار کوي، دوی ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.
    د یادوني وړ ده، چي مولوي منصورالحق ذاکر د عوایدو لوی ریاست د حمایوي مرستیال او مولوي عبدالمجید «نجیب الله» د ولایتي عوایدو د پراختیا او همږغۍ د رئیس په توګه مخکي معرفي سوي ول، په دې ناسته کي د غونډي ګډونوالو ته ور وپېژندل سول.