• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو مرکزي زون ریاست او مالیه ورکوونکو د خدمتونو ریاست کارمندانو لپاره روزنیز پروګرام پیل سو

    2 ثور 1403
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د عوایدو مرکزي زون ریاست او مالیه ورکوونکو د خدمتونو ریاست کارمندانو لپاره د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي حافظ خلیل احمد د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوي نداء محمد صدیقي د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست د تهیه اسنادو آمریت آمر ښاغلي حافظ سید احمد هائد د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت آمر حبیب الله خبیب په شتون کي د دوه هفتو لپاره روزنیز پروګرام پیل سو.
    د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئيس ښاغلي مولوي نداء محمد صدیقي چي یاد پروګرام ته يي وینا کوله وویل خوشحاله یو چي په داسې یو پروګرام کي ګډون کوو چي هغه ستاسو د ظرفیت لوړونې لپاره نیول سوی دی او هر کله چي موږ او تاسو ته د مشرانو له خوا مسؤلیت راکول کیږي موږ او تاسو يي باید حق ور ادا کړو او د مسؤلیت حق هغه وخت ادا کیږي چي موږ پوه ووسیږو او دغه پوهه د ورته روزنیزو پروګرامونو له طریقه حاصلیږي او موږ په راتلونکي کي پلان لرو چي اوږد مهاله روزنیز پروګرامونه پر لاره وا چوو .
    نوموړي له ټولو ګډونوالو وغوښتل چي دا درسونه هم د دندې په څیر خپل مسؤلیت وګړي او پر خپل وخت خپلو درسونو ته حاضر سي .
    د یادونې وړ ده چي یاد روزنیز پروګرام به د دوه هفتو لپاره دوام وکړي او د دواړو ریاستونو نه ۱۰۰ کارمندان په پکښي ګډون کوي چي دوي ته به د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو او محاسباتو په برخه کي روزنه ورکول سي.