• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    ‏ د عوایدو لوی ریاست له لوري د هیواد په ۳۴ ولایتونو کي د عامه پوهاوي بنرونه نصب سول

    28 حمل 1403
    په یو معتدل نظام کي د ټولو مهمو چارو په تړاو ولس ته حساب او وضاحت ورکول یو منل سوی اصل ګڼل کېږي، چي د همدې اصل پر بنسټ مالیې وزارت هم ولس ته د خپلو چارو د پوهاوي او حساب ورکولو په برخه کي یو لړ مهم فعالیتونه تر سره کړي دي.
    د همدې فعالیتونو او پروګرامونو په لړ کي، د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست له لوري د هیواد په (۳۴) ولایتونو کي د مالیاتو د ورکړي په تړاو د عامه پوهاوي ستر ستر بنرونه نصب سول، چي د شپږو میاشتو لپاره به دوام وکړي.
    په دغه بنرونو او بلبورډونو کي د مالیاتو د ورکړي په تړاو شعارونه ډیزاین سوي دي، چي ورسره به د مالیاتي اطاعت پذیرۍ کچه لوړه سي او د ولس ذهنیت به دې ته چمتو سي، چي د دوی پیسې په کومو ګټورو برخو کي لګول کېږي.
    د یادوني وړه ده، چي یاد ریاست په روان (۱۴۰۳) مالي کال کي د مالیاتو اړوند د عامه پوهاوي په برخه کي ورته نور پروګرامونه هم په پام کي لري، چي ډېر ژر به ئي عملي چاري پيل سي.