• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین د سرپل ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه

    21 حمل 1403
    د ګمرکونو او عوایدو معینیت معین ښاغلي ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس ) نن د رمضان المبارک ۳۰ سرپل ولایت ته په خپل رسمي سفر کي د دغه ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه .
    په دغه لیدنه کي چي د دغه ولایت مستوفیت ښاغلي مستوفي او ټولو کارکوونکو شتون درلود ښاغلي ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس) په تیر کال کي د دغه مستوفیت کارونو او د مراجعینو سره د ښه چار چلند ستاینه او قدردانی وکړ او ددی تر څنګ يې د دوي د چارو د لا ښه والي په موخه دوي ته یو لړ لازمې سپارښتنې هم وکړې
    د یادوني وړ ده، چي له دې وړاندي هم ښاغلي ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس) د یو شمېر ولایتونو مستوفیتونه له نږدې لیدلي او د چارو ارزونه ئې کړې وه.