• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین د سمنګان ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه

    20 حمل 1403
    د ګمرکونو او عوایدو معینیت معین ښاغلي ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس ) پرون یکشنبه د رمضان المبارک ۲۸ سمنګان ولایت ته په خپل رسمي سفر کي د دغه ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه .
    په دغه لیدنه کي چي د دغه ولایت مستوفیت ښاغلي مستوفي او ټولو کارکوونکو شتون درلود ښاغلي ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس) په ۱۴۰۲ کال کي د دغه مستوفیت کارونو د ستاینې او قدردانۍ تر څنګ د دوي د چارو د لا ښه والي په موخه دوي ته یو لړ لازمې سپارښتنې هم وکړې .