• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د تشخيصيه نمبر مرکزي آمريت د (۱۴۰۲) مالي کال لاسته راوړني

    15 حمل 1403
    د عوايدو لوی رياست د ښې رهبرۍ او سالم مديريت په مټ د تشخيصيه نمبر مرکزي آمريت د تېر(۱۴۰۲) مالي کال په اوږدو کي د پخوا په پرتله بيا ځلي خپل عادي حالت ته راګرځېدلی او اوسمهال ئې ټول فعاليتونه په شفافيت، اسانۍ او چټکۍ سره مخته روان دي.
    دغه آمریت مراجعينو ته چټک خدمات وړاندي کوي، د نارينه او ښځينه کارکوونکو او مراجعينو لپاره ئې بېلي څانګي او د تشخيصيې نمبر په اخيستلو کي معیاري پروسه رامنځته کړې ده.
    دغه مرکز په ټول هيواد کي د تشخيصيه نمبر اخیستلو په موخه (۵۰۲۳۹۷) غوښتنليکونه ترلاسه کړي، چي د مرکزي دفتر لخوا له پلټني وروسته تائيد او د اړوند دفتر لخوا ورته وېشل سوي دي او په سلګونو تکراري (ټي آی اين) نمبرونه ئې پيدا او حذف کړي دي، چي له دې ارقامو څخه ئې (۴۴۰۴۳۷) غوښتنليکونه نوي، (۶۱۹۶۰) ئې مخکني او (۷۶۴۰۵) ئې د مرکزي دفتر لخوا ورته رسېدلي دي.
    همداشان دغه مرکز (۴۳۷۳) جلده مکتوبونه او (۶۲۰) جلده استعلامونه بېلابېلو ادارو ته استولي دي او (۴۳۷۳) بنسټونه (شرکتونه، مؤسسې، ټولني،علمي مرکزونه، بنسټونه، يوټيوب چينلونه او نور…) ئې د سيګتاس په سيسټم کي ثبت کړي دي.
    په پايله کي ټول هغه نهادونه، چي مالياتي وجايب او تصفيې ئې سرته نه وي رسولي، اړ کړي دي، چي خپل مالياتي مکلفيت بشپړ او باقيات تصفیه کړي.