• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د انګلیسي ژبي د ابتدايي کورس فارغانو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې

    13 حمل 1403
    د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست (۱۶) تنو هغو کارکوونکو ته، چي د انګلیسي ژبي (۴) میاشتنی ابتدایي کورس ئې په بریالیتوب سره بشپړ کړی وو، تصدیق پاڼي ورکړې.
    په دې مناسبت جوړه سوې غونډه کي، چي د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد ابو احسان، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر او د مالیې وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
    مولوي احمدشاه شاکر د خپلو خبرو په ترڅ کي وويل، چي موږ مکلف یو، چي د دغه نظام لپاره خدمت وکړو، د دې نظام په خدمت کي سیاسي، نظامي، کلتوري، ټولنیز او اخلاقي اړخونه شامل دي، چي ټول باید پیاوړي سي؛ نو په ټول توان سره هڅه وکړئ، چي د دې نظام د سیاسي او فرهنګي اړخ د پیاوړتیا لپاره له عصري ټکنالوژۍ او انګلیسي ژبي څخه په ګټه اخیستنه د دښمنانو دسیسې وپیژنئ او شنډي ئې کړئ.
    د عوايدو لوی رياست عملياتي مرستيال حافظ خليل احمد ابو احسان په خپلو خبرو کي وويل، چي د دغه نظام د واکمنېدو لپاره مو ډېري قربانۍ ورکړي دي او اوس اړتيا ده، چي له هري ممکني لاري ئې پیاوړی کړو، که هغه د علومو او عصري ټکنالوژۍ زده کړه وي او که د بېلابېلو ژبو. هر هغه څه، چي د ځوانانو د ودي او د دوی د استعدادونو د غوړېدا، د هيواد د پرمختګ او د دغه نظام د بقا لامل کېږي، باید ګټه ور څخه واخلو.
    دوه تنه هغه کارکوونکي، چي له دغه روزنیز پروګرام څخه فارغ سوي ول، له مالیې وزارت څخه ئې د دغه لنډ مهاله کورسونو د جوړولو په پار مننه وکړه او د پروګرام له مسؤلینو څخه ئې وغوښتل، چي د انګلیسي ژبي د کورسونو د تمدید ترڅنګ دي د کمپیوټر کورسونه هم جوړ کړي.
    یاده غونډه د تصدیق پاڼو په ویشلو او د خیر دعايې په ویلو سره پاي ته ورسېده.