• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    حافظ مولوي شاه حسین حسیني

    حافظ مولوي شاه حسین حسیني د حاجي شاهد الله اکا زوی دئ چي د کندهار ولایت، پنجوايي ولسوالۍ د تلوکان په سیمه کي يې سترګي نړۍ ته پرانیستي دي نوموړي هم په حفظ او هم د علم په برخه کي دستار بندي کړې ده د علم دستار بندي يې د قاضي القضاة شیخ مولوي عبدالحکیم حقاني سره کړې ده او د قران کريم د ترجمې او تفسیر دوره يې د امیر المؤمنین شیخ مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله سره کړې ده ښاغلي حافظ مولوي شاه حسین حسیني د امارت په بېلا بېلو برخو کي دندي ترسره کړي دي چي له هغې جملي څخه مخکي تر فتحي د افغانستان اسلامي امارت په ګمرکاتو د شپږو کلونو لپاره او د اسلامي امارت تر فتحې وروسته په لومړيو وختونو کي د آزادۍ مطبوعې د رئیس په توګه، تر هغه وروسته د عوایدو لوی ریاست د ولایتي عوایدو د پراختیا او همږغۍ ریاست د رئیس په توګه او بیا د عوایدو لوی ریاست د حمایوي معاون په حيث او تر هغه وروسته د مشرانو د لزوم دید پر اساس د عوایدو لوی ریاست د رئیس په توګه پر دنده وګمارل سو چي اوسمهال هم ياده دنده پرمخ وړي .