• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د ۱۴۴۵ کال د رهبرۍ هیئت اتمه ناسته تر سره سوه

    23 دلو 1402
    ۲۳/۱۱/۱۴۰۲ ـ ۲/۸/۱۴۴۵
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د ۱۴۴۵ کال د رهبرۍ هیئت اتمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت په تالار کې د عوایدو لوی رییس ښاغلي الحاج شیر محمد مشفق په رهبرۍ تر سره سوه .
    په دغه ناسته کې چې د عوایدو د لوی ریاست ښاغلو معاونینو صاحبانو ټولو ښاغلو رئیس صاحبانو او آمرینو شتون درلود پکښي د ۱۴۰۲ کال د عوایدو هدف ته د رسیدو د څرنګوالي په اړه، د افغانستان د تیلو د پمپونو د اتحادیې مربوط مشرانو د کندهار ولایت مشکلات، د ګروي معاملو څخه د اخیستل سوي مالیاتو پر څرنګوالي، د عوایدو لوی ریاست د کارکوونکو او اداراتو د ارزیابۍ طرزالعمل تطبیق او دې ته ورته پر یو لړ مهمو موضوعاتو باندې بحث وسو .