• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د سرای شهزاده د صرافانو لپاره د اظهار نامې په برخه کې روزنیز پروګرام پیل کړ

    14 دلو 1402
    ۱۴/۱۱/۱۴۴۰۲ ـ۲۳/۷/۱۴۴۵
    د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ او د صرافانو اتحاديي د ناستې د پریکړې په اساس نن د سرای شهزاده د صرافانو لپاره د اظهار نامې په برخه کې روزنیز پروګرام پیل سو دغه پروګرام چې د عوایدو او ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کې نیول سوی وو پکښې د عوایدو لوی ریاست اړوند د مالیه ورکوونکود خدمتونو ریاست رئیس ښاغلي عبدالقیوم نصیر د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت آمر ښاغلي حافظ سید احمد هائد د عوایدو او ګمرکونو اکاډمۍ آمر ښاغلي بلال احدي د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست د مالیاتي معافیتونو آمریت آمر ښاغلي روزي محمد نیکمل او د صرافانو د اتحاديي مرستیال الحاج حمدالله همدرد ګډون کړی وو .
    د یادونې وړ ده چې په دغه روزنیز پروګرام کې به شا او خوا دوه نیم سوه تنو ته د یوې هفتې په موده کې د اظهارنامې د وړاندې کولو په برخه کې روزنه ورکول سي .