• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي محاسبينو د اتمې دورې د ازمويني له پاره نومليکنه

    د عوایدو لوی ریاست اړوند حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو آزمویني له 08/11/1402 نېټې څخه تر 08/12/1402 نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي، نو پر لاندي شرطونو برابر کسان کولای سي؛ چي په ټاکلې موده کي په برېښنايي (آنلاین) ډول نوم لیکنه وکړي:
    • په اقتصاد، محاسبه ACCA، CPA، عامه اداره او پالیسی، حقوق، اداره او تجارت کي د اسنادو په کتو حد اقل د لیسانس تر کچي د لوړو زدکړو درلودونکي وي.
    • د امارت رسمي او برحال اداري کارکونکی نه وي.
    • د محکمې له خوا د مجرم په توګه نه وي پېژندل سوی.
    • شخص به بل شخصي شرکت نه لري، تر څو د منافعو د تضاد مخنیوي سوی وي.
    • که چیري شخص د مالیې وزارت په مربوطاتو کي دنده ترسره کړې وي، حد اقل ئې درې کاله له انفصال او انفکاک څخه تېر سوي وي.
    یادونه: مالیاتي محاسبین د امارت رسمي کارکونکي نه دي او نه هم د امارت له خوا معاش ورکول کیږي، بلکي دوی د عوایدو د لوی ریاست له لوري په آزموینه کي تر بریالي کېدو ورسته د (12000) افغانیو فیس په ورکړي سره د درو کلو لپاره کاري جواز ترلاسه کوي او د جواز په واسطه د شرکتونو او کمپنیو سره قرارداد کوي، دوی د شرکتونو او کمپنیو مالیاتي چاري مخ ته وړي؛ چي شرکتونو او کمپنۍ د کار په مقابل کي دوی ته حق الزحمه او یا هم ټاکلي فیس ورکوي.
    پر شرطونو برابر کسان کولای سي د لاندې لینک له لارې په برېښنايي يا آنلاين ډول نومليکنه و کړي