• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ غړو د یو شمېر وزارتونو او ادارو له استازو سره وکتل

    3 دلو 1402

    د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال او د عوایدو لوی ریاست کفیل حافظ خلیل احمد د عوایدو د تحقیق، نظارت او پلان رئیس مولوي عبدالمجید ابو احمد د غیر مالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین او همکارانو د دوولسو وزارتونو او امارتي ادارو له استازو سره د عوایدو د راټولولو مدیریت، د غیرمالیاتي عوایدو د راټولو په هکله د وزارتونو او امارتي ادارو ترمنځ همغږۍ او له دوولسو وزارتونو او امارتی ادارو سره د میزان او عقرب میاشتو د عوایدو د وضعیت په اړه ناسته او خبري وکړې.
    په پیل کي ښاغلي حافظ خلیل احمد وویل، چي پیاوړی اقتصاد د یوه نظام لپاره د ملا د تیر حیثیت لري. که چيري د ملا تیر قوي وي نو ټول بدن قوي پاتي کېږي او یو نظام هم هغه وخت پیاوړی ګڼل کېږي، چي پیاوړی اقتصاد ولري؛ نو د نظام ټولو ارګانونو ته پکار ده، چي د عوایدو په راټولولو کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي او موږ له ټولو هغو کسانو څخه مننه کوو، چي د عوایدو لوی ریاست سره ئې د غیر مالیاتي عوایدو په راټولولو کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي.