• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د مستوفیتونو ارزونو په لړ کې نن د هرات او تخار ولایتونو مستوفیتونو څخه لیدنه وکړه

    2 دلو 1402

    د عوایدو لوی ریاست رئیس الحاج شیر محمد مشفق د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداء محمد صدیقي او ورسره مل پلاوي نن د مستوفیتونو د ارزونې او څارنې په لړ کې د هرات ولایت مستوفیت څخه لیدنه وکړه د عوایدو لوی ریاست رئیس ښاغلي الحاج شیر محمد مشفق په خپلو خبرو کې چې د دغه مستوفیت ښاغلي مستوفي مفتي کفایت الله (حقاني) هم حضور درلود د هرات ولایت محترم مستوفي او کارکوونکو د فعالیتونو قدردانی وکړ او زیاته يې کړه دا ستاسو هڅې دي چې الحمد الله دوه کاله کیږي چې موږ د خپلې داخلي بودیجې نه استفاده کوو او ولس ستاسو د دې هڅو قدردانی کوي.
    د یادونې وړ ده چې بلخوا بیا د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال ښاغلي حافظ شاه حسین حسیني د تخار ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه او په دغه لیدنه کې يي د تخار ولایت ښاغلي مستوفي او کارکوونکو د فعالیتونو د قدردانۍ تر څنګ د دوي د فعالیتونو ارزونه هم تر سره کړه .