• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست رهبري د ولایتي مستوفیتونو د ارزوني بهیر پیل کړ

    27 جدی 1402

    د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال حافظ شاه حسین حسیني د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداء محمد صدیقي او ورسره مل پلاوي د مستوفیتونو د ارزوني او څارني په موخه ولایتي سفرونه پیل کړل، چي په دې سفرونو کي به د ټولو مستوفیتونو چاري ارزول کېږي، مستوفیانو او کارکوونکو ته به ئې د ښو لاسته راوړنو په تړاو سپارښتني کېږي او همدا شان به د دوی کاري راپورونه کتل کېږي، ستونزي به ئې اورېدل کېږي، چي بیا به ئې د حل په موخه د عواید لوی ریاست په اړه اقدام کوي.
    د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم په همدې موخه د عوایدو لوی ریاست رهبري مستوفیتونو ته سفرونه کړي ول، چي ښاغلو مستوفیانو ته ئې ورته سپارښتني درلودې او دوی ئې له خلکو او مراجعینو سره په نېک چلند مکلف کړي ول.