• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د صنایعو او معدن خونې له استازو سره ناسته ترسره کړه

    4 جدی 1402
    ۴/۱۰/۱۴۰۲ – ۱۲/۶/۱۴۴۵
    د ګمرکونو او عوایدو معینیت کفیل او د عوایدو لوی ریاست رئیس ښاغلي الحاج شیر محمد مشفق د عوایدو د بررسۍ ریاست رئیس ښاغلي خان محمد ذاکر د مالیه ورکوونکو د تشخیص آمر مولوي محمد نعیم مسرور په حضور کې د افغانستان د صنایعو او معدن خونې له استازو سره ناسته تر سره کړه.
    چې په دې ناسته کې د بررسۍ او یولړ مهمو موضوعاتو باندې بحث وسو
    د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شیر محمد مشفق په خپلو خبرو کې وویل « د عوایدو لوی ریاست دروازه ستاسو پر مخ هر وخت خلاصه ده، تاسو هر وخت کولای سئ چې راسئ موږ به تاسو سره د اصولو او قوانینو سره سم مخته ځو او که چا ستاسو سره ددغه قوانینو نه زیاتوالی وکړ نو موږ سره يې شریک کړئ په ټوله کې صنعت موږ ته داهمیت وړ دی او موږ يې هرې برخې ته متوجه یو »
    د یادونې وړ ده چې صنعت ته د اهمیت په موخه د امیرالمومنین حفظه الله له لورې د مالیاتو په برخه کې دوی لپاره یو لړ اسانیتاوې رامنځته سوې دي.