• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبري هیئت ناسته ترسره شوه

    28 قوس 1402
    سه شنبه، ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲
    د ۱۴۴۵ کال د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ شپږمه ناسته چې د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شیرمحمد مشفق په ریاست د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه چې په کې ښاغلو هریو د عوایدو حمائیوي مرستیال حافظ شاه حسین حسیني، د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد ابو احسان، د عوایدو تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د عوایدو تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ رئیس مولوي دوست محمد حقاني، د مالیه ورکوونکو خدمتونو رئیس عبدالقیوم نصیر، د کوچنیو مالیه ورکوونکو رئیس مولوي محمد هاشم هاشمي، د ولایتي عوایدو همغږۍ او پراختیا رئیس انجنیر عبدالله حیدري، د عوایدو سیسټم رئیس محمد جلال احمدزی، د عوایدو تحقیق، پلان او څارنې رئیس مولوي عبدالمجید ابو احمد، د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ ریاست کفیل سید احمد هاید، د عوایدو بررسۍ رئیس انجنیر خان محمد ذاکر، د غیرمالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین او د عوایدو لوی ریاست مسلکي کارپوهانو په کې ګډون کړی و.
    په دغه ناسته کې د هېواد د عوایدو لوړوالي له پاره په ځانګړو حل چارو او د عوایدو لوی ریاست اړوند اداري اسانتیاوو رامنځته کیدو په اړه بحث وشو او د اړوند چارو د ښه والي په موخه مؤثرې پریکړې ترسره شوې.