• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ولایتي عوایدو پراختیا او همغږۍ ریاست د هېواد مستوفیتونو له مسؤلینو سره آنلان ناسته ترسره کړه

    20 قوس 1402
    دوشنبه، ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست کفیل او عملیاتي مرستیال ښاغلي حافظ خلیل احمد ابواحسان په مشرۍ او د ولایتي عوایدو پراختیا او همغږۍ رئیس ښاغلي انجنیر عبدالله حیدري، د غیرمالیاتي عوایدو ریاست، د عوایدو سیسټم ریاست، د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ ریاست، د عوایدو تحقیق، پلان او څارنې ریاست استازو، د مالیې وزارت مالي او اداري معینیت استازو او د هېواد مستوفیتونو مسؤلینو په ګډون پرلیکه( آنلاین) ناسته ترسره شوه.
    په دغه ناسته کې په راڼه او سیسټماټیک ډول د عوایدو راټولولو، عوایدي موخو څېړنو، د روان کال د بودیجې لګښت او راتلونکي کال د بودیجې پلان، د مستوفیتونو ستونزو او وړاندیزونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
    د هېواد مستوفیتونو مسؤلینو اطاعت پذیرۍ، پر خپلو ژمنو پاتې کېدل، او په ریښتني توګه د ورسپارل شویو دندو ترسره کول د خپلو لاسته راوړنو او بریاوو پایلې یادې کړې..