۱۸/۹/۱۴۰۲ – ۲۶/۵/۱۴۴۵
د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ ریاست له لورې د ټولو هغو مؤسسو استازو ته چې د اکبر مؤسسې غړیتوب لري د مالیاتي نظام، کلنۍ اظهارنامې، د معافیتونو آنلاین کیدو او مالیاتي قوانینو په اړه سیمینار جوړ او وړاندې شو.
د یادونې وړ ده چې په دغه سیمینار کې د یادې مؤسسې استازو لخوا شته ستونزو ته د حل لارې چارې وړاندې شوې چې په نویو مالیاتي اصولو کې به ورته ځای ورکړل شي.