۰۹ لیندۍ۱۴۰۲ – ۱۶ جمادی الاول ۱۴۴۵
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت مسؤلنیو د سوداګرۍ خونې له استازو سره د خصوصي سکټورو د ستونزو حل په موخه ناسته وکړه.
دغه ناسته چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وشوه، پکې د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر(حاجي ادریس)، د عوایدو لوی ریاست رئیس ښاغلي الحاج شیرمحمد مشفق، د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلی مفتي عبدالمتین سعید، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال ښاغلي عبدالولي نوري، د عوایدو لوی ریاست حمائیوي مرستیال ښاغلي مولوی حافظ شاه حسین حسیني، د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ رئیس مولوي نداء محمد صدیقي، د عوایدو بررسۍ ریاست مسؤلنیو، د سوداګرۍ خونې کفیل ښاغلي الحاج محمد یونس مومند، د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د سوداګرۍ خونې مدیره هیئت غړی ښاغلي شرین آغا سخي او د یادې خونې یو شمېرو نورو مسؤلنیو ګډون درلود.
د خصوصي سکټور ستونزو د حل ګډې کمیټې په دغه ناسته کې د لومړۍ خوراکي توکو، نفتي توکو او مایع ګاز نرخونو او پر هغوی د وضع شوې مالیې پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې.
د سوداګرۍ خونې استازو غوښتنه وکړه چې له سوداګرو سره د مالیې په برخه کې لازمه همکاري وشي، څو سوداګرو ته لا اسانتیاوې رامینځته شي.
د غونډې په پای کې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت مسؤلینو له سوداګرو څخه وغوښتل چې خپله خالصه ګټه له دوی سره شریکه کړي څو سوداګر په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شي.