• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست ۱۴۰۲ کال د رهبرۍ هیئت پنځمه ناسته ترسره شوه

    8 قوس 1402
    ۰۸/۰۹/۱۴۰۲ – ۱۶/۰۵/۱۴۴۵
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د ۱۴۰۲ کال د رهبرۍ هیئت پنځمه ناسته چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، مشري یې د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شیرمحمد مشفق کوله.
    په دغه ناسته کې د عوایدو لوی رئیس الحاج شیرمحمد مشفق، د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال ښاغلي مولوي حافظ شاه حسین حسیني، د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي حافظ خلیل احمد ابو احسان، د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ رئیس ښاغلي مولوي نداء محمد صدیقي، د غیرمالیاتي عوایدو رئیس ښاغلي امان الله آمین، د عوایدو د سیسټم رئیس ښاغلي احمد جلال احمدزي، د کوچنیو مالیه ورکوونکو رئیس ښاغلي محمد هاشم هاشمي، د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ رئیس ښاغلي مولوي دوست محمد حقاني او د عوایدو لوی ریاست یو شمېر آمرینو ګډون درلود.
    د غونډې ګډونوالو د ۱۴۰۲ مالي کال عوایدي موخې د څېړنې څرنګوالي راپور په اړه ، د هغو شرکتونو چې فعالیت نه لري او جوازونه یې نه وي لغوه شوي د صنفي مالیې څرنګوالي په اړه، د یو شمېر سوداګریزو مرکزونو د مالیاتو د پټولو یا کتمان او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
    د غونډې په پای کې د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شیرمحمد مشفق لخوا ټولو اړندو ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وشوه چې د عوایدو او مالیاتو راټولو په برخه کې د شته ستونزو حل په برخه کې لازمې هڅې وکړي.