• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ له یو شمېر مرکزي امارتي ادارو مسؤلنیو سره د غیرمالیاتي عوایدو په پار ناسته ترسره کړه

    4 قوس 1402
    ۰۴/۹/۱۴۰۲ ـــ ۱۲/۰۵/۱۴۴۵
    د عوایدو لوی ریاست لوی رئیس ښاغلي الحاج شیر محمد مشفق په مشرۍ او د دغه ریاست حمایوي مرستیال ښاغلي الحاج حافظ شاه حسین حسیني او د غیرمالیاتي عوایدو رئیس ښاغلي امان الله آمین په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې، د بهرنیو چارو وزارت، د مالیې وزارت دولتي تصدیو، د مالیې وزارت املاکو ریاست، د عامې روغتیا وزارت، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د لوړو زده کړو وزارت او د خوړو او درملو ملي ادارې له مسؤلنیو سره د ۱۴۰۲ ل ل کال له وري (حمل) میاشتې څخه تر لړم ( عقرب) میاشتې پورې د یادو وزارتونو او دولتي ادارو د غیرمالیاتي عوایدو په تړاو د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې ناسته تر سره شوه.
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شیر محمد مشفق په خپلو خبرو کې د ټولو امارتي ادارو څخه د قدردانۍ ترڅنګ وویل چې د عوایدو په شفاف ډول راټولولو او لوړولو کې باید په پوره اخلاص او ایماندارۍ کار وشي او په دغه برخه کې باید عملي ګامونه پورته شي.
    د ناستې په پای کې د عوایدو لوی ریاست د تحقیق، نظارت او پلان رئیس ښاغلي مولوي ابو احمد د پورته ذکر شویو وزارتونو او دولتي ادارو د غیرمالیاتي عوایدو راپور وړاندې کړ.