• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت په کندهار او هلمند ولایتونو کې د عامه پوهاوي برنامې جوړې او ترسره کړې

    4 قوس 1402
    د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت په کندهار او هلمند ولایتونو کې د عامه پوهاوي برنامې جوړې او تر سره کړې په دې برنامو کې چې د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال ښاغلي حافظ شاه حسین حسینی د عوایدو حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوی نداء محمد صدیقي او ددغه ریاست اړوند د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت آمر ښاغلي سید احمد هائد ګډون کړی وُ د اته ورځو په دوام سره پکښې د دغه ولایتونو مستوفیت کارکوونکو ته د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو او لایحو په اړه معلومات ورکول سول د دې ترڅنګ په دواړو ولایتونو کې
    تجارانو، هټیوالو او قومې مشرانو ته هم د مالیاتو اړوند عامه پوهاوی ورکول سول او همدارنګه د دواړو ولایتونو مستوفیتنو د چارو ارزونه هم وسوه .