• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د سوداګرۍ خونې له استازو سره ناسته وکړه

    30 عقرب 1402

    ۳۰/۸/۱۴۰۲  ۸/۵/۱۴۴۵
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج شیر محمد مشفق د ګمرکونو لوی ریاست رئیس او د عوایدو او ګمرکونو معینیت کفیل مفتي عبدالمتین سعید او د عوایدو لوی ریاست اړوند د بررسۍ رئیس خان محمد ذاکر د سوداګرۍ خونې له استازو سره د ګمرکونو او عوایدو په برخه کې د دوی پر ستونزو یعنې انتفاعي مالیاتو، ګمرکې تعرفو او په اظهارلیکونو کې د اصلي قیمت وړاندې کولو باندې بحث وسو
    د یادونې وړ ده چې د ناستې په ورستیو کې پر دې پریکړه وسوه چې دوی دې خپل وړاندیز ترتیب او د عوایدو او ګمرکونو معینیت ته وسپاري تر څو يې په اړه تصمیم ونیول سي