• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د ټولو امارتي شرکتونو له رئیسانو سره ناسته ترسره کړه

    30 عقرب 1402
    ۳۰/۸/۱۴۰۲ ـــ ۸/۵/۱۴۴۵
    د عوایدو لوی ریاست لوی رئیس ښاغلي الحاج شیر محمد مشفق په مشرۍ او د دغه ریاست د مالیه ورکوونکو خدمتونو ریاست رئیس ښاغلي عبدالقیوم نصیر او د غیر مالیاتی عوایدو ریاست رئیس ښاغلی امان الله آمین په حضور کې د ټولو امارتي شرکتونو رئیسانو سره پر غیر مالیاتي عوایدو، د ټولو امارتي شرکتونو لیست چې د دولتي شرکتونو ریاست سره ثبت او راجسټر دي، پر وخت د اظهار لیکونو ډکولو او له قانون سره سم د موضوعي او انتفاعي مالیاتو پر ورکړې بحث وشو.
    د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شیر محمد مشفق په خپلو خبرو کې د ټولو امارتي شرکتونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ وویل چې د عوایدو په شفاف ډول راټولولو او لوړولو کې باید په پوره اخلاص او ایماندارۍ کار وکړو او په دغه برخه کې باید عملي ګامونه پورته شي.