• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مستوفیتونو د(آی ټي) عمومي مدیرانو ته شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

    27 عقرب 1402

    د عوایدو او ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کښي د څلور دېرش ولایتونو مستوفيتونو د (آی ټي) برخي (۳۴) تنو عمومي مدیرانو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ (۶) ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسيد.
    د ورکشاپ په پای غونډه کښي د ولايتونو د عوايدو د انسجام او پراختيا رئيس انجنير عبدالله حيدري، د معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست رئيس عبيد الله ثاقب او د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ اَمر بلال احمد احدي ګډون درلود.
    په پیل کښي د عوايدو د انسجام او پراختيا رئيس انجنير عبدالله حيدري ګډونوالو ته د دغه ورکشاپ د ارزښت او له نورو همکارانو سره د خپلو زده کړو او تجربو شریکولو او په اداره کښي د مثبتو تغیيراتو د راوستلو جدي سپارښتنه وکړه. نوموړي وويل: «تاسي په مستوفيتونو کښي د همکارانو او ټولو مدير صاحبانو سره په سيسټم سازۍ او د تخنيکي ستونزو په حلولو کښي مسؤليت په غاړه لرئ، د دې ورکشاپ څخه وروسته موږ په مستوفيتونو کښي ستاسي د کارونو ارزونه کوو، چي تاسي ټول بايد خپلو اړوندو کارونو ته پاملرنه وکړئ.»
    د ياد ورکشاپ په پای کښي د پروګرام ګډونوالو ته د ازمويني له اخيستلو وروسته د فراغت تصديق ليکونه ورکړل سول او اختتاميه پروګرام ئې د دعايې په ويلو سره پای ته ورسېد.