• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري په پنځمه مالیاتي حوزه کې د جایدادونو مالکینو ته د مالیاتو په تړاو عامه پوهاوی ترسره شو

    27 عقرب 1402
    ۲۷/۸/۱۴۰۲ـــ۵/۵/۱۴۴۵
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري په پنځمه مالیاتي حوزه کې هغو جایدادونو مالکینو ته د مالیاتو په تړاو عامه پوهاوي ترسره شو چې مالیه يې پر خپل وخت بیت المال ته نه وه تحویل کړې.
    په دغه عامه پوهاوي کې د مالیاتي قوانینو، کړنلارو، لایحو په تړاو معلومات ورکول شول او همدارنګه د دوی ستونزې چې ولې یې تر اوسه خپله مالیه بیت المال ته نه ده تحویل کړې هم واوریدل شوې او دوی ته لازمې لارښوونې وشوې.
    د یادونې وړ ده چې ددغه عامه پوهاوي سره سم مالیه ورکوونکو ژمنه وکړه چې خپل مالیاتي مکلفیتونه به همدا نن بیت المال ته وسپاري.