• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د سرای شهزاده له صرافانو سره ناسته وکړه

    23 عقرب 1402
    د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي الحاج ملا عبدالقاهر ادریس، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال او کفیل ښاغلي عبدالولي نوري، د دغه ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد ابوالا حسان، د حقوقي خدمتونو او عوایدو پاليسۍ رئیس مولوی نداء محمد صدیقي، د کوچنیو مالیه ورکوونکو رئیس محمد هاشم هاشمي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر سید احمد هائد، د کورنیو چارو وزارت او د افغانستان بانک د استازو په حضور کي د صرافانو له اتحادیې سره د مالیې د ورکړي په څرنګوالي ناسته وکړه.
    په دغه ناسته کي د (۱۴۰۱) کال د ثابتي مالیې او همدارنګه د (۱۴۰۲) کال د اظهار نامې له طریقه د مالیاتو په ورکړه بحث وسو؛ همدا راز پرېکړه وسوه، چي د اظهار نامې په برخه کي به صرافانو ته د عوایدو لوی ریاست له لوري روزنيز پروګرامونه جوړ سي؛ ترڅو د اظهار نامې په وړاندي کولو کي ستونزه ونه لري؛ نو د دې لپاره به یو تخنیکي ټیم جوړېږي، چي په مرسته به ئې د دوی ستونزي حل سي.