• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د غزني مستوفيت ته نوی مستوفي وروپیژندل شو

    15 عقرب 1402
    ۱۴۴۵/۴/۲۱
    ۱۴۰۲/۸/۱۴
    د غزني ولایت نوی مستوفي ښاغلي مولوي محمد فاروق انصاري د مالیې وزارت د ولایتونو د عوایدو د پراختیا او انسجام رئیس ښاغلي انجینر عبدالله حیدري او مل پلاوي لخوا هغه غونډي ته چې د ولایت مقام د دفتر رئیس ښاغلي ذبيح الله حقمل، د ښار د اصنافو استازو او تاجرانو او غزني مستوفيت کارکوونکو پکي ګډون کړی وو، ور وپیژندل شو.
    د پیژند ناستې دغه غونډه د غزني مستوفيت مقام په کاري دفتر کې د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت راپیل شوه.
    پسې د ولایت مقام د دفتر رئیس ښاغلي ذبيح الله حقمل له مرکز څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او هغوئ ته یې ډاډ ورکړ، چې د ولایت مقام به د تل په څیر د بودجې په اغیزمن تطبیق او عوایدو راټولیدا چاره کې د مستوفيت ملاتړی وي.
    په هغه پسې د مالیې وزارت د ولایتونو د عوایدو پراختیا او انسجام رئیس ښاغلي انجینر عبدالله حیدري د خپلو خبرو په ترڅ کې د مستوفیتونو چارو لاښه والي او اغیزمنتیا لپاره تغیر یو اصل او اړتیا وبلله او له ولایت مقام، غزني میشتو او د مستوفيت له کارکوونکو څخه یې له نوي مستوفي سره د پوره همکاري، ګډ کار او پراخې همغږي غوښتنه وکړه.
    په هغه پسې د غزني مستوفيت مالي آمر ښاغلي الحاج مولوي غلام رسول ادریس، د عوایدو آمر ښاغلي سید نور شاه نور او د ښار د اصنافو یو تن استازي په خپل نوبت خبرې وکړې. هغوئ د غزني نوي مستوفي او د مالیې وزارت راغلي پلاوي ته د چارو د لاښه والي لپاره د ګډو څراښندانه هڅو، پراخه همکاري او همغږي ډاډ ورکړ.
    په پاي کې د غزني نوي مستوفي ښاغلي مولوي محمد فاروق انصاري خبرې وکړې. نوموړي د غزني مستوفيت کارکوونکو ته وویل، چې یو ځای به په ريښتينولي او اخلاص سره په خپله برخه کې د ا.ا.ا د مالي بنسټونو د پیاوړتیا، بودجې اغیزمن تطبیق او د مستوفيت رسالت پلي کیدا لپاره کوټلي ګامونه اخلو. ښاغلي مولوي انصاري د اصنافو کلانترانو ته وویل، چې د همغږي پراختیا او اغیزمن تفاهم له مخي به د عوایدو راټولیدا پروسې لاښه والي، مالياتي پوښښ پراختیا او ستونزو حل لپاره کار کوو.
    دغه ناسته د غزني مستوفيت د ښوونې او روزنې د مسؤل لخوا د دعائيې په ویلو سره پاي ته ورسیده.