• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ له لوري مفتي کفایت الله حقاني د هرات ولایت د نوي مستوفي په توګه معرفی سو

    15 عقرب 1402
    ۱۵/۸/۱۴۰۲ – ۲۲/۴/۱۴۴۵
    دغه غونډه چې د هرات ولایت مخکني مستوفي ښاغلي حافظ خلیل احمد ابو احسان د مخه ښې په موخه جوړه سوې وه، د هرات ولایت مقام مرستیال ښاغلي مهاجر فراهي، د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ رئیس ښاغلي مولوي نداء محمد صدیقي، د دغه ریاست اړوند د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر ښاغلي سید احمد هائد او د هرات ولایت مخکني او اوسني مستوفیانو په کې ګډون کړی و.
    غونډه د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل او د هرات ولایت مرستیال ښاغلي مهاجر فراهي په خپله ښه راغلاست وینا کې د مخکني مستوفي ښاغلي حافظ خلیل احمد ابو احسان د کارونو ستاینه وکړه او نوي مستوفي ښاغلي مفتي کفایت الله حقاني ته يي د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
    ورپسې د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ رئیس ښاغلي مولوی نداء محمد صدیقي د مالیې وزارت په استازولۍ خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې تغییر او بدلون اداري اصل یاد کړ او زیاته یې کړه په دې سره به تجربې له یوه ځای څخه بل ځای ته انتقال سي.
    ورپسې د هرات ولایت مخکني مستوفي ښاغلي حافظ خلیل احمد ابو احسان د ټولو همکارانو څخه په منظم ډول د کارونو پرمخ وړلو څخه مننه او له نوي مستوفي سره په ورته کارونو کې د تعامل سپارښتنه وکړه.
    د غونډې په ورستۍ برخه کې د هرات ولایت نوي مستوفي مفتي کفایت الله حقاني خبرې وکړې او له ټولو همکارانو يي وغوښتل چې د تېر په څېر خپلو کارونو ته دوام ورکړي.