• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ هیئت ناسته کې د تېر کال عوایدو او موخې په پرتله د ۱۴۰۲ مالي کال د حقیقي عوایدو راټولولو څرنګوالي پر راپور بحث او خبرې وشوې

    10 عقرب 1402
    ۱۰ لړم ۱۴۰۲ – 17 ربیع الثانی 1445
    د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ هیئت دغه ناسته چې ددې ریاست کفیل او تخنیکي مرستیال ښاغلي عبدالولي نوري په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې تر سره شوه په کې د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ رئیس ښاغلي مولوي ندا‌ء محمد صدیقي، د غیرمالیاتي عوایدو رئیس ښاغلي امان الله آمین، د قانون تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ رئیس ښاغلي مولوي دوست محمد حقاني، د مالیه ورکوونکو خدمتونو رئیس ښاغلي عبدالقیوم نصیر، د عوایدو بررسۍ رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد ذاکر، د عوایدو سیسټم رئیس ښاغلي محمد جلال احمدزي سربېره د عوایدو لوی ریاست مسلکي کارپوهانو ګډون درلود.
    د ناستې پر دوام د رهبرۍ هیئت له خوا د بېلابېلو موضوعاتو سربېره تېرکال عوایدو او موخې په پرتله د ۱۴۰۲ مالي کال د حقیقي عوایدو راټولو څرنګوالي پر راپور بحث او خبرې وشوې.
    د غونډې راپور له مخې دا چې د تېر کال په پرتله سږني عواید ښه دي نو ټنیګار پر دې وشو چې د عوایدو راټولو په برخه کې لا منظمې هڅې تر سره شي.