۹/۸/۱۴۰۲ –۱۶/۴/۱۴۴۵
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت کارکوونکو له مرکز کابل وروسته په خوست ولایت کې د مالیاتي قوانینو، کړنلارو (طرزالعملونو)، لایحو او لاسته راوړنو په تړاو د عامه پوهاوي سیمینار ترسره کړ.
دغه سیمینار چې د خوست ولایت مستوفي ښاغلي مولوي نورالحسن محسن، د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت آمر ښاغلي سید احمد هائد او د دغه ولایت هیټوالو(اصنافو) او مشرانو ګډون کړی و چې په دوه برخو کې دوي ته سیمینار تر سره سو چې یوه برخه يې د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو، لایحو او لاسته راوړنو په تړاو د معلوماتو ورکول و او بله برخه کې يې د ګډونکونکو پوښتنې واوریدل سوې چې د حل او اجراآتو په موخه به د عوایدو لوی ریاست له رهبرۍ سره شریکې سي.