• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کوچنیو مالیه ورکونکو ریاست نویو ګمارل سویو کارکوونکو ته پنځه ورځنې ورکشاپ پیل سو

    7 عقرب 1402
    ۷/۸/۱۴۰۲ – ۱۴/۴/۱۴۴۵
    د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست او عوایدو لوی ریاست په همغږۍ د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست نویو ګمارل سویو کارکونکو دظرفیت لوړونې په موخه د مالیاتی قوانینو او سکتاس په برخه کې پنځه ورځنی ورکشاپ پیل سو .
    په یاده پیل غونډه کې چې د عوایدو او ګمرکاتو په ملي اکاډمۍ کې وه د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست رئیس ښاغلي مولوي احمد شاه شاکر د کوچنیو مالیه ورکونکو ریاست رئیس ښاغلي محمد هاشم هاشمي د ګمرکاتو او عوایدو اکاډمۍ آمر ښاغلي بلال احمد احدي ګډون کړی وو .
    ښاغلي مولوي احمد شاه شاکر چې د پیل وینايي کوله وویل موږ او تاسو په اسلامي نظام کې دنده ترسره کوو او د اسلامي نظام شعار سره باید ځان برابر کړو چې دا شعار عدل، رښتینولي، د فساد سره مبارزه او د ولس سره نیک چار چلند دی ترڅو ولس پر موږ باور وکړي …
    .دیادونې وړ ده چې دا ورکشاپ به پنځه ورځې دوام وکړي