• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست مسلکي کارپوه معرفي شو

    27 میزان 1402
    پنجشنبه، ۲۷ تلې ۱۴۰۲
    ښاغلی حافظ عبدالهادي حمدان د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال ښاغلي مولوي حافظ شاه حسین حسیني له لوري د عوایدو لوی ریاست مسلکي کارپوه په توګه ددې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
    په دغه ناسته کې د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي حافظ شاه حسین حسیني، ښاغلی حمدان یو ریښتینۍ او امانت ساتونکی شخص یاد کړ او نوموړي ته د نوي مسؤلیت سپارلو دلیل د هغه ريښتینولي او امانت داري یاده کړه.
    په پای کې د عوایدو لوی ریاست مسلکي کارپوه ښاغلي حافظ عبدالهادي حمدان دوعا وکړه چې دغه دنده به په پوره اخلاص او توفیق سره د اسلامي امارت خدمت لپاره پرمخ وړي.