۲۶/۳/۱۴۴۵ – ۱۹/۷/۱۴۰۲
د عوایدو او ګمرکونو معینیت معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس د بلخ ولایت مستوفیت څخه په لیدنه کې ددغه مستوفیت کارکوونکو ته په خبرو کې وویل کوم مسؤولیتونه چې زموږ پر اوږو دي هغه باید ترسره کړو تر څو په دنیا او آخرت کې د الله جل جلاله په وړاندې مسؤل نه ووسو او اسلامي نظام ته د زړه نه کار وکړو او د فساد مخه ونیسو